Skip to main content
King County logo

د اوسني COVID-19 لارښو

په کینګ کاونټي کې نوي لنډمهاله بندیزونه


آپدیت نومبر ۱۶مه ۲۰۲۰ کال

په کینګ کاونټی کې قضیې د خطر تر نوې کچې لوړې شوي او په روغتونونو کې د بستر شوي کسانو شمیرې لوړې شوي.مونږ د خپلې تولنې د روغتیا ، اقتصاد او په روغتیايي سیستم باندې د اغیزو د ډیریدلو له کبله ډیر اندیښمن یاستو.د نومبر په ۱۵مه والي انسیلي موقتي بندیزونو اعلان وکړ چې دا بندیزونه به دې ډیسمبر میاشتې تر ۱۴ مې پورې د ایالت په کچه پلي وي.

په نوو بندیزونو کې شامل دي:

  • ټولنیزې غونډې (ناستې) له هغه خلکو سره چې له تاسو سره یوځای ژوند نه کوي په تاسو منع دي پرته له دې چې مخکې له ناستې تاسې د څوارلس ورځو لپاره ځان قرنطین کړی وي او یا ۷ ورځې مو د قرنطین تیرې شوې وي او تاسو د منفي کوید ۱۹ ازموینې پایله تر لاسه کړئ.
  • له ۵ نه زیاتو هغه کسانو سره چې له تاسې سره ژوند نکوي مه یوځاي کیږئ.
  • ریستورانتونه او بارونه به د داخلي خدمتونو لپاره تړلي وي مګر دوئ کولی شي د وړولو او محدوده بیروني خوړو وړاندیز ته دوام ورکړي.
  • د پلورنځیو او شخصي خدمتونو دننه ورتګ (د بیلګې په توګه د ویښتانو او نوکانو سالونونه، سلماني او داسې نور) تر ۲۵ فیصده اشغال پورې محدود دي.
  • دننه مذهبې عبادتونه یا خدمتونه تر ۲۵ فیصده اشغال پورې محدود دي او یا له ۲۰۰ څخه زیات کسان باید ونه اوسیږي ، په دې کې چې هریو کم وي. هیڅ اجتماعي یا د سندرغاړو ګد سندرې ویل اجازه نلري ، مګر غږیز سندرغاړي کولی شي په یوازی توګه ترسره کړي. د مخ پوښښ په هر وخت کې اړین دی.
  • ټول هڅول کیږي چې په خپل کور یا خپله سیمه کې پاتې شي او نورو ایالاتونو یا هیوادونه ته غیر ضروري سفرونه ډډه وکړئ.

موږ پوهیږو هغه څه چې د خپریدو مخه نیسي او په هغه څه چې پوهیږو ګټور ثابت کیدای شي لا زیات کار وکړو :

  • د هغه خلکو شاوخوا ماسک واغوندئ څوک چې تاسو سره نه اوسیږئ (حتی نږدې ملګري او کورنۍ).
  • امکان تر حده په کور کې پاتې شئ.
  • د غونډو شمیره ، اندازه او تکرار محدود کړئ — په ځانګړي توګه دننه — او دننه هوا تازه کول زیاد کړئ.
  • د ناروغۍ په لومړۍ نښه یا که تاسو د کوم چا په شاوخوا کې چې کوید ۱۹ درلوده موجود وئ، د کوید-۱۹ ازموینه واخلئ.
  • ترټولو خوندي انتخاب دا دی چې د راتلونکې رخصتۍ په فصل کې له خپلې کورنۍ پرته د نورو خلکو سره مه یوځای کیږئ.

کوم ځایونه به خلاص وي
له نومبر 17 څخه د دیسیمبر تر د جنوري 11 ، 2021

د اړینه چارو (فعالیتونه) سربیره لاندې کړنې اجازه لري

سفر

  • ټولو څخه بلنه کیږي چې په خپل کور یا خپله سیمه کې پاتې شي او نورو ایالاتونو یا هیوادونه ته غیر ضروري سفرونه څخه ډډه وکړي
  • هغه کسان چې له نورو ایالتونو یا هیوادونو څخه د واشنګټن د اوسیدونکو په شمول بیرته راځي له رارسیدو وروسته باید خپل ځان د څوارلس ورځو لپاره قرنطین کړي

سوداګري او خدمتونه

  • ایکیوریمونه او ژوبڼونه (یواځې بیروني نندارتونونه)
  • د جوړولو چارې
  • فارمونه
  • د کور دننه / کورني خدمتونه(ماشوم ساتونکې،د کور پاکوالي او داسې نور)
  • کتابتونونه (د داخلي ظرفیت محدویت سره)
  • تولیدات
  • نندارتون ته په موټرو کې ورتګ
  • میوزیمونه (یوازې بیروني نندارتونونه)
  • شخصی خدمتونه ( د ویښتانو او نوکانو جوړولو سالونونه، سلماني، خال وهنه او داسې نور د داخلي ظرفیت محدودیت سره)
  • د کورني حیواناتو د ویښتانو جوړولو ځایونه
  • مسلکي خدمتونه/ د دفتر میشت سوداګري (د امکان تر کچې تیلیفوني اړیکې نیول ضروري دي،سوداګري د ظرفیت حدونه لري او د خلکو لپاره به تړلې وي.
  • املاک ( د خرڅلاو خلاص کورنه منع دي )
  • رستورانتونه او شرابو د څکاک ځایونه (یواځې بیرون خوړل او وړل)
  • پلورنځي ( د محدودي ظرفیت سره دننه پلورنځي کې د پیردلو اجازه)

لوبې (ساتیري)

  • د لویانو او ځوانانو ورزشونه (یوازې بهر کې،ماسکونه اړین دي)
  • د کبانو نیول او ښکار
  • اسکي
  • کمپینګ
  • ګالف او ټینیس
  • بیرونۍ لوبې (ساتیري)چې ستاسې د کورنۍ نه پرته په کې ۵ کسان یا لږ شامل وي
  • سیالۍ: باسیکل چلول، منډه وهل، د هیواد څخه بهر اسکي لوبه، بایتالونز(د سکي او ټوپک ویشتنې ګده لوبه)، د کیشتۍ چلونې (کایاک) سیالۍ، ټرایټلیون (دلامبو، منډې او باسیکل چلولو ګده لوبه) او د مختلفو لوبو سیالۍ
  • د اوبو تفریحي ځایونه (یواځې د وخت اخیستلوسره)

ناستې (غونډې)

  • ټولنیزې غونډې (ناستې) له هغه خلکو سره چې له تاسو سره یوځای ژوند نه کوي په تاسو منع دي پرته له دې چې مخکې له ناستې تاسې د څوارلس ورځو لپاره ځان قرنطین کړئ او یا ۷ ورځې مو د قرنطین تیرې شوې وي او تاسو د منفي کوید ۱۹ ازموینې پایله تر لاسه کړی وي.
  • له ۵ نه زیاتو هغه کسانو سره چې له تاسې سره ژوند نکوي مه یوځاي کیږئ
  • دننه مذهبي خدمتونه تر ۲۵فیصده اشغال پورې محدود دي او یا تر دوه سوه کسانو پورې، هر یو چې لږ وي. د مخ پوښښ په هر وخت کې اړین دی. هیڅ اجتماعي یا د سندرغاړو ګد سندرې ویل اجازه نلري ، مګر غږیز سندرغاړي کولی شي په یوازی توګه ترسره کړي.
  • د کور دننه مذهبي عبادتونه او یا نورو مشورو کې تر ۵ کسانو پورې .
  • په ودونو او فاتحو مراسمو کې یواځې تر ۳۰ کسانو پوري ګډون کولای شي (ښه راغلاست یا پذیرايي ه اجاړه نلري)
  • د اوږدې مودې پاملرنې تاسیساتو کې بیروني لیدنه. (داخلي لیدنه د مهم ملاتړ کونکي کس او د پاملرنې شرایطو پورې محدوده ده)
  • د زده کړې او ماشومانو پاملرنې پوډونو ته اجازه ورکړل شوې (د زده کړې په استثناء کې