Skip to main content

د COVID-19 مخنیوي لپاره د عامې روغتیا سپارښتنې (Pashto)

د COVID-19 مخنیوي لپاره د عامې روغتیا سپارښتنې

Public Health Recommendations to Stop COVID-19 in Pashto

لطفاْ به ویب سایت دیپارتمنت صحت ایالت واشنگتن بخاطر معلومات ترجمه شده پیرامون COVID-19 مراجعه کنید. شما می توانید از لیست مینوی زبان استفاده کنید تا تمام ترجمه های که آنها ارایه می کنند را پیدا کنید.

د 2023 مارچ 17: بوستر نوي واکسینونه اوس شتون لري. د بوستر نوي واکسینونه د کووید-۱۹ اصلي فشار او د اومیکرون ډولونه په نښه کوي چې خپرېږي

د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) په هغه صورت کې د ټولو هغو کسانو لپاره د 1 آپدیټ (دوه ظرفیتي) ډوز سپارښتنه کوي چې عمر یې 6 میاشتې یا له هغې څخه زیات وي او له وروستي ډوز څخه لږ تر لږه 2 میاشتې تېرې شوې وي.

د واکسین په اړ د لا زیاتو معلوماتو لپاره د واشنګټن ایالت روغتیا ادارې پاڼه وګورئ.

د کرونا وایرس خپرېدو مدیریت او یو بل خوندي ساتلو کې د مرستې لپاره دا اقدامات وکړئ.

تر ټولو غوره خوندیتوب واکسین کولدي. په بشپړه توګه واکسین شوي کسان اوس ډېر کارونه په خوندي توګه کولی شي او په ټولنه کې د COVID-19 کمولو کې مرسته کوي.

لوړ خطر لرونکو ځایونو کې ( د ګڼه ګوڼې ځایونه) ماسک اغوستل د ټولو خوندیتوب سره مرسته کوي. په ځانګړي ډول هغو کسانو په ساتنه کې مهم دي، چې له واکسین څخه بشپړ خوندیتوب نشي ترلاسه کولی، لکه کوچني ماشومان او د روغتیايي ستونزو لرونکې کسان چې د وایرس پر وړاندې د مبارزې لږه وړتیا لري.

که د COVID-19 نښې لرئ یا هغه چا سره مو چې د معایناتو پایله يي مثبته وي نږدې اړیکه نیولي وي ځان معاینه کړئ ځان معاینه کړئ. (وېب پاڼه په انګلیسي ژبه).

که تاسو د COVID-19 لپاره مثبت ازموینه وکړئ او یا د دې ناروغۍ له خطر سره مخ یاست، د COVID-19 درملنه وختی ترلاسه کول (یوازې په انګلیسی ژبه معلومات) کولی شی د سختې ناروغۍ او په روغتون کې د ځای پر ځای کولو څخه په ساتنه کې مرسته وکړی. له خپل روغتیایی خدمت کوونکی څخه وغواړئ چې وګوری که درملنه ستاسو لپاره سپارښتنه کیږی.

که هغه کسان ګډون کوي چې واکسین شوي نه وي؛ خپل فعالیتونه کوچني او په خلاصه فضا کې ترسره کړئ. وایرس بندو ځایونو کې په اسانۍ سره خپرېږي، نو سوداګرۍ او سازمانونو دننه د هوا غوره جریان او د هوا فلترونو کارولو سره په هوا کې وایرس کمولی شي ( وېب پاڼه په انګلیسي ژبه).


مرستې شتون لري

که تاسو په نورو ژبو کې د ژباړې خدمتونو یا ان لین مرستې ته اړتیا لرئ په واشنګټن ایالت کې د معلوماتو تیلفون کرښې ته زنګ ووهئ. موږ ستاسو د کډوالۍ وضعیت په اړه پوښتنه نه کوو. هر څوک مرسته ترلاسه کوي پرته له دې چې د ګډوالۍ وضعیت یې په نظر کې ونېول شي.

د ژباړونکي غوښتنې لپاره:

  1. 1-800-525-0127
  2. یو پیغام به واورئ. د تلیفون مرکز چلونکي ته انتظار وکړئ چې تاسو ته ځواب ووایی.
  3. هغه ژبه چې تاسو پرې خبرې کوئ وغواړئ.
  4. د تیلیفون مرکز چلوونکی به د ژباړونکي خدماتو ته زنګ ووهي، تاسو تیلفون مه پرې کوئ. تیلفون کې پاتې شئ تر هغې چې تاسو د ژباړونکي سره په اړیکه کې شئ.

د COVID-19 په اړه لارښود


Link/share our site at www.kingcounty.gov/covid/pashto

expand_less